د جنرال مشرف په خبرو باور کول نه بخښونکی اشتباه ده
ن . منگل
پاکستان دنړی له هغی جملې هیوادونو څخه دې چي بنسټ یې د پردیو ( بیگانه گانو) په لاس ایښودل شوی دي . کله چي د یو هیواد تاسیس کوونکی بل څوک وی نو دا روښانه خبره ده چي هرومرو واک یې دبل په لاس کي وی .
د پاکستان لنډ تاریخ ته که یو ځل بیا په دقت وګورو نو زما نظر پرته له شکه د تائید وړ ديِ، داځکه چي د پاکستان په تیر۶۰ کلن تاریخ کی یو ځل نه، بلکي په لس ګونو ځلی دنړۍ او په تیره بیا د پاکستان خلکو ته په اثبات رسیدلی چي پاکستانی واکدارانو، له ښاغلی " علی جناح څخه رانیولی تر جنرال مشرف " پوری، د هیواد د سرنوشت ټاکلو اختیار په لاس کی نه درلود او نه یې لری . دپاکستان اصلی واکداری د هغه مؤسس او بادار ( انگلیس او د هغه لمسی امریکا ) په لاسونو کی ده او وی به، تر څو چي د پاکستان ولس د ولسواکی د اصلی مفهوم په نتیجه کې او پرته د پردیو واکدارانو له مداخلی څخه د خپل اصلی رهبر خاوندان نشی .
بده به نه وی که د مثال په توګه د جنرال ضیاالحق واکداری ته یو لنډ نظر وکړو:
په ۱۹۷۷م کال د جولای د میاشتی په ۵ نیټه د پاکستانی خودخواه جنرال" ضیاالحق" کودتا د "ذوالفقار علی بوتو" د رژیم پرضد، کوم چي د نسبی دموکراسی په نتیجه کی د لمړی وزارت څوکی ته رسیدلې ؤ، ترسره شوه. زما سره، خو یقینا" د لوستونکی سره هم، سوالونه پیداکیږې چي؛ ولی جنرال ضیاالحق د انتخاب شوی رژیم پر ضد کودتا وکړه او انتخاب شوۍ ولس مشریې په اعدام محکوم کړ؟ آیا د کودتا ترشا د پاکستان دولت مؤسسین نه وو؟ ایا پاکستانی نظامیانو د کودتا د شنډیدول توان ندرلود؟ همدا راز نور نور سوالونه .
اوس که د جنرال ضیاالحق کودتا ته یو لند نظر کړو چي د څه په خاطر لیونې جنرال په کودتا لاس پوری کړ اود کودتا د هغه عیلتونه، کوم چي د انتخابی حکومت پرضد بیانشوی وو حقیقت درلود او که د پاکستان او نړیوال ولس په سترګو خاوری اچول و؟
هو؛ موږ ټولو په سترګو ولیده چي ضیاالحق د دوو مقصدونو په خاطر په دی ملی خیانت لاس پورې کړ، لمړۍ هدف چي تردوهم خورا مهم هدف و، یعنی دپاکستان دولت د مؤسسانو ګټو خوندي ساتل په پاکستان او منطقه کی، دوهم هدف پخپله د جنرال د جمهوری ریاست مقام ته رسیدل و . اوس که د پورتنیو دوو هدفونو لنډ تحلیل وشي نو له هغه څخه داسې نتیجه په لاس راځی چي: د پاکستان اصلی واکدارانو وکولای شول په هغه خاصه مرحله کې د جنرال ضیاالحق په وجود کې په پاکستان او منطقه کې نه یوازې خپلې گټې خوندي وساتی؛ بلکې خپل نفوذ پدی منطقه کی تر پخوا لا پیاوړې کړی اود دخپل لوی دښمن پخواني ( شوروی ) دولت په مقابل کې د پاکستان دولت په مستقیمې همکارۍ سره، افغانستان د وروروژنی د جنگ په میدان او پاکستان د نړیوال تروریزم د تربیه کولو په مرکز بدل کړی .
کله چي هغوی دغه خپل اصلی هدف ته ورسیدل، نور دجنرال صاحب رول پدی لوبه کې ختم شوی و، نو له همدې خاطره په پاکستان کې د امریکا لوی سفیر او د نظامی اتشی جنرال سره یوځای په ۱۹۸۸م کال د اګيسټ په ۱۷ نیټه د "سیا" د توغندی شکار شو.
اوس که جنرال پرویز مشرف ته ښه ځیر شو دهغه کړه وړه د جنرال ضیاالحق له کړو وړو سره کوم توپیر نلرې، داځکه چي جنرال مشرف هم په ۱۹۹۹م کال د اکټوبر په ۱۲ نیټه د انتخاب شوې ( نواز شریف ) رژیم د ړنګیدو کودتا تر سره کړه. مشرف هم د کودتا عیلتونه په پاکستان کې د سیاسی، نظامی او اقتصادی حالاتو کړکیچيدل په ګوته کړی وه او خلکو ته یې وعده ورکړی وه، چي په ډیره لنډه موده کې به سرتاسرې ډموکراټیک او آزاد انتخابات تر سره کوی؛ مگر دهغو ټولو ټاکنو نتیجه د مشرف صاحب غوړه کیدل د پاکستان ولس مشرپه توګه شوه . د مشرف کودتا تر شا همغه د پاکستان اصلی واکداران ولاړ و. اوس هم چي اضطراری حالت یې اعلان کړیدي، په حقیقت کې د هغوی په دستور او د یوې لنډې مودې لپاره دخپل ژوند د اوږدیدو په خاطریې پدی ناوړه عمل لاس پوری کړ. جنرال مشرف په ډیر سپین سترګیتوب سره پاکستان ولس اونړیوالو ته وعده ورکړه چي دئ به کوښښ وکړی چي په ۲۰۰۸م کال د جنورۍ په میاشت کې عمومی انتخابات ترسره کړي اود انتخاباتو کميسیون ته یې دنده ور سپرلې ده چي ددې کار لپاره تیارې ونیسي.
محترمه لوستونکیه ! په دری ژبه کې څه ښه متل دۍ چي وایي: (آزموده را آزمودن خطاست). جنرال پدې ځان ته بازی ورکوی چي د خلکو حافیظه لنډه ده. د ده هغه تیرکارونه کوم یې چي د نظامیانو په زور، فریب اود چالاکی په واسطه پر پاکستانیانو تحمیل کړیدي؛ د خلکو له یاده وتلې دي.
نه، جنرال صاحب ! داسی نده! زه تاسوته د مشورې په توګه داسی وایم چي؛ لږ زره سترګی او غواږونه خلاصې کړئ، نور نو هغه پروڼی ورځ تیره شویده. نن ننی ورځ ده، جهان او په تیره بیا د پاکستان خلک په ډیر سرعت سره د حقیقت پیدا کولو په لور روان دې او هغه حقیقت، کوم چي د پاکستانی جنرالانو په کودتاو کې پټ ساتل شوی و اوس دلمر په شان ځلیږی؛ توره تیاره په سپینه رڼا بدله شویده. د ولس دید له پخوا څخه دوه برابره زیات شوې دي؛ اوس هیڅوک د دې توان نلری چي لمر په دوه ګوتو پټ کړی اویا د اوبو نورمال بهیر د نظامیانو په زور بیرته را ستون کړی. د پاکستان ولس نور په تښو خبرو او وعدو نه غولیږی، غواړی چي د پردیو ګټو دساتلو په خاطر خپلی وینی توئی نکړی. تاسو اود ستاسو انډیوالو ته پکار ده چي ؛ د پاکستان ولس غوښتنو ته غاړه کشیږدی، بیځایه زور آزمویل د ستاسو او په تیره بیا د پاکستان ولس په خیر ندی.
سویس، د نومبر ۱۴ د ۲۰۰۷ کال
|