دګران هیواد افغانستان دخپلواکۍ ( ۹۰ ) کالیزی په مناسبت په سویس کې د افغانانو ملی ټولنی دمبارکۍ پیغام !
ګرانو وطنوالو !
افغان باتور ولس دنړۍ ټولو خلکو ته ۹۰ کاله پخوا د افغان رښتنی ملی رهبر غازی امان الله خان د سالمی مشری تر لاندی ثابته کړه چې زموږ په وطن او خپلواکۍ مین خلک د هیچا د غلامۍ غړوندی پرخپله غاړه نشي منلی . افغان غیور ولس د دغی ملی او وطن پالونکی روحیی اومبارزی په نتیجه کې بریالی شو چې نه یوازي خپل هیواد دزاړه استعمار له زولانو څخه و ژغوري، بلکی دنړۍ هغو هیوادونو ته کوم چې د استعمارګرو هیوادونو په ولکه کې لاښکیل پاتي ول د خپلواکۍ دبیرته تر لاسه کولو روحیه او جرئت ورکړي. د ۱۹۱۹ کال وروسته د افغان ولس دخپلواکۍ د اغیزمند مبارزی شاهد د نړۍ د خپلواکو هیوادونو تاریخ دئ .
ګرانو هیواد والو !
نن چې موږ افغانان د خپلواکۍ ۹۰ کاليزي په درشل کې قرار لرو٬ که چیری تیرو ۹۰ کالونو ته په دقت سره ځیر شو نو په ډاګه ویلای شو چې زموږ ګران هیواد یوازی لس کاله یانی دغازی امان الله خان د حاکمیت په دوران کې یو پوره خپلواک هیواد وه ٬نور پاتی اتیا کلونه یی تر نن ورځی پوری د افغانستان سیاسی ٬ اقتصادی او نظامی ژوند په ګونه ګونو برخو کې په مستقیم او یا غیری مستقیم ډول د پردو تر تاثیر لاندی وه او دئ ، نو باید د پورتنی حقیقت تر څنګ په ګوته شي چې ٬ په تیرو اتیا کالونو کې یوشمیر افغانی واکدارانو د خپل قدرت د ساتلو په خاطر د پردو سره د پړدي تر شا په معاملوکې او یوشمیر نورو یی د افغانستان د ځمکنی بشپړ تیا د ساتلو په خاطر او د افغانستان په وړاندی د پردو د بدنیت نه پیژندلو په نتیجه کې زموږ هغه پوره خپلواکی کومه چې د افغان ولس د سر په بیه ترلاسه شوی وه تر سوال لاندی را وستلی ده .
د پورتنی مطلب په ارتباط ، اوس هم وینو چې د یوه طرفه زمونږ په ګران هیواد کی د جمهوری ریاست د انتخاباتو مبارزه روانه ده او په دې ارتباط دخلکو دشمنان د بمونو او تروریستی ځان وژنو په واسطه د خلکو سوله یز ژوند اخلالوی او د بله طرفه په دغه انتخاباتو کی د خارجیانو مداخله او لاس وهنې په واضح توګه څرګندی دي. هر هیواد، خصوصا" امریکایي او اروپایي ځواکونه، د خپلو منافعو سره سم د انتخاباتو په جریان کی مداخلی کوی او د انتخاباتو حقانیت باطلوی. تقریبا" له وخته مالومه ده چې څوک د افغانستان د جمهور رییس په توګه ټاکل کیږی.
قدرمنو هیواد والو !
په سویس کې د افغانانو ملی ټولنه پدې باور ده چې٬ دافغانستان د پوره خپلواکۍ ساتنی ٬ دځمکنی بشپړتیا٬ اقتصادی ٬کلتوری او فرهنګی پرمختګ، د افغانستان د وګړو مساوی حقوقو ته په درنه سترګه کتل او د ګران هیواد دبیا رغونی په خاطر د افغانستان هر وګړی ته په کارده چې پرته له کوم ډول تعصبه او په افغانی مینی سره د ارواښاد غازی امان الله خان د ارمانونو تر سره کوولو لپاره د هغه ملی سیاست (ملی یوالی سیاست )لاری ته د زړه له کومی په ور دنګیدلو
سره کولای شی زموږ ګران هیواد د دی موجوده مشکلاتو څخه په ډیره لنډه موده کې وژغوری .
ګرانو افغانانو !
په سویس کې د افغانانو ملی ټولنه د افغانستان د دخپلواکۍ ۹۰ کالیزی په مناسبت ټولو ګرانو هیوادوالو ته دزړه له کومی مبارکی وایی او د نړۍ په هر ګوټ کې چې ژوند کوی دښه صحت او بریالیتوبونو غوښتونکی ده .
تل او ژوندی د وي د ګران هیواد افغانستان حقیقی خپلواکی !
|